٢٠-کابلباخترداسد١٧
روژه خداى (ج) ته د راستنيدو په فلسفي سره پاى ته ورسيده او اختر له ګناهونو څخه د لرې والي په پيغام سره را ورسيداو يوځل بيا يې مسلمانان اخوت او ورورولي ته را وبلل .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
له شک پرته انسانان دژوند په جګړه او د الهي لارښوونو څخه په غفلت کې ډول ډول ګنا هونه کوي خو د مبارکۍ مياشتې په را رسيدو سره دهغې دمعنوي فضيلتونو په رڼا کې نوي ژوند ته مخه کوي يعنې د ځان هيريدل پاى ته رسوي او لوى خداى (ج) ته مخه کوي اود خداى مياشت په رياضت اوعبادت سره تيره وي
له هغه وروسته اختردښمني اوجګړې څخه د لرې والي او اخوت او ورور ولي ته د رجوع کولو په سترې فلسفې سره را رسيږي هغه اختر چې انسانان انسانيت اود خداى (ج) د ارشاداتو رعايتولو ته رابولي د خداى (ج) ارشاداتو ته لبيک ويل د مومن انسان داخلاقو يوه برخه ده نو دهيواد مسلمانان دې بايد د اخترله دغه ستر پيغام څخه په ژور پوهيدو سره عمل وکړي له نفاق ،جګړې او ورور وژنې څخه لاس وا خلي ، سولې ته چې د خداى امر دى مخه وکړي چې زموږ دجګړه ځپلي هيوادخلک د دوامدارو جګړو له امله له مصيبتو نو اوستونزو څخه چې له ورور وژنې او مسلمان وژنې پرته بل حاصل نه لري ، وژغورل شي .
وګړني واکمني د خداى (ج) د امر دتحقق په خاطرسو له اوملي روغه جوړه اعلام کړې ده چې نورد هيواد مسلمانان ونه وژل شي اوخلک د جګړې له عذاب څخه وژغورل شي ستر روايت دى چې هره ورځ مسلمانان د خداى په فرمان عمل وکړي ، اختر دى .
2 1 دقیقه لوستل