ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دډاډگيرني او خواخوږۍ پيغام

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٠ :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي دډاډگيرني او خواخوږۍ پيغام
په   ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې  الحاج رييس نجيب الله  سراى سنګي  ديوې تروريستې پيښې له امله په  حق ورسيد.

انالله وانااليه راجعون
ارواښاد الحاج رييس نجيب الله سراى سنګي دهيواد  يو زړه سواندى مشر اومخور و  چې عمريې  خلکو ته دخدمت په لاره تيرکړ.
د ده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلۍ  ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دارواښادکورنۍ ، دوستانو او دهرات ولايت خلکو ته  وړاندې کوم اود لوى  خداى ج  له دربارڅخه  ارواښاد الحاج نجيب الله سراى سنګي ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته