سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دملي وحدت دنظام رهبري او مشرتابه له پيل څخه تراوسه پورې په کورنيو او بهرنيو تصميم نيونوکې دخلکو او دمدني اوسياسي بنسټونو په رول باندې ټينګار کړى دى .
دباختراژانس مبصر ليکي .
داوسني نظام مشرتابه دجوړيدو له وخت څخه  تراوسه پورې  هراړخيزه هڅه کړې ده چې په ملي او نړيوالو مسئلو کې سياسي اجماع شتون ولري په همدې دليل دهېواد جمهور رييس په هر مورد کې دخلکو له بيلابيلو قشرونو ، مدني اوسياسي  بنسټونو او دهېواد له ملي مخورو شخصيتونوسره سلامشورې کړې دي . اووروسته يې تصميم نيولى دى .
  په همدې دليل کولاى شو ووايو چې دهېواد مشرتوب  په ټولو مسئلو کې دخلکو  دمدني او سياسي بنسټونو او دمخورو او روحاني شخصيتونو نظريې له ځان سره لري . دابه نور منصفانه نه وي  چې دځينو جريانونو دانديښنې په څرګندونو سره قضاوت وشي چې په افغانستان کې پراخه  سياسي اجماع دله منځه تللو په حال کې ده او داسې طرحه شي چې په وروستيو مياشتو کې په دولت نيوکو زور اخستى دى .
دکارپوهانو په باور په دموکراتيکو نظامونو کې دبيلابيلو نظريو شتون مهم شاخص دى که چيرې په نظام بيلابيلې نظريې او نيوکې شتون ونه لري اويا په انتقادونو اودسياسي  مفکورې په بيانولو محدوديت شتون ولري په هغه صورت کې دموکراسي شتون  نه لري .
ددغې مسئلې په اړوند دجمهور رييس دوياندددفتر سرپرست سيد شاه حسين مرتضوي  ويلي دي چې دملي وحدت حکومت په ټولو کورنيو او نړيوالو مسئلو کې دسياسي ګوندونو او دملي شورا په ګډون دټولنې له بيلابيلو قشرونوسره زياتې مشورتي غونډې کړې دي او داجماع مهمې موضوعګانې پکې شاملې دي دا چې ځينې سياسي جريانونه بيلابيلې  نظريې  لري موږ يې هرکلى کوو خو خلک نه غواړي چې په شاتګ وکړي .
تورې ورځې ته ستيندل  هيڅکله  دخلکو اراده نه ده کله چې دولت طرحه کوي  چې خلک  نه غواړي په شاتګ وکړي په خپله دملي اوسياسي اجماع بيان نه دى ؟  په افغانستان کې پيچلي سياسي حالت او دنړۍ په ځينو هېوادونوکې کړکيچن سياسي او پوځي حالات دهېواد له سياسي مشرانو څخه غواړي  چې په رغنده طرحو او دخلکو دباور په جلبولو  سره له اوسني بحران څخه په تيريدو کې له حکومت سره مرسته وکړي .
دعقلانيت  حکم دغه شان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته