ټولنه

دپنجشير د دريوکليو مواصلاتي لاره وتړل شوه

کابل باختر دکب شپږمه :
د واورې ښوئيدنې له امله پرون د پنجشير په بازارک کې د دريو کليومواصلاتي لاره وتړل شوه .
دپارانې د غاښى په ګوران سيمه کې واورې ښوئيدنې د پنجشير ولايت له مرکز سره د دريو کليو لاره تړل شوې ده اوخلکو ته يې زياتې ستونزې پيداکړې دي.
دپنجشير د والي ويندوى عبدالکبير واثق باخترآژانس ته وويل: ددغه ولايت د بيړنۍ کميټې او د فوايد عامې رياست کارکوونکي هلې ځلې کوي چې د دغو کليو مواصلاتي لاره بيا د ترافيکو پرمخ پرانيزي.
د يادونې وړ ده چې د پارانې غاښى د بازارک حوزه په تېره بيا دخلکو د تګ راتګ سيمه له ستونزو سره مخامخه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته