امنیت

دملي اردو پنځه تنه عسکر شهيدان شول .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
دملي اردو پنځه  تنه عسکر پرون په  هلمند ولايت کې د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعايې  دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو پنځه تنه عسکر دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې په  واټ کې په ښخ  کړى شويو ماينونو دختلو له امله شهيدان او درې تنه نور دغه پوځيان د ارزګان ولايت   د چارچينو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په  ورته پيښه کې ټپيان شول .
د دې اړوند زيات  جزييات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته