امنیت

په تخار کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د تخار امنيتي مسوولان وايي وسله وال طالبان د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د سر زيان په زغملو له ماتې سره مخ شول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار د چاه آب ولسوالۍ د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د اسير د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
اسير زياته کړه: په دغو نښتو کې١٠ نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى جنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلل.
د تخار د پوليسو وياند څرګنده کړه: د تخار د چاه آب ولسوالۍ بازار د سقوط په اړه خبرونه چې د ټولنيزو شبکو له لارې خپاره شوي دي؛ درواغ او بې بنسټه دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته