امنیت

اووه ديرش وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

٢١- کابل / د سلواغې ١٤مه/ باختر
اووه ديرش وسله وال طالبان په قندهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه د ارغنداب ، ډنډ او د پنجوايي په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي؛ چې په دغو جکړو کې ٣٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته هوايي ځواکونو اقدام وکړ او زياتره يرغلګر دهوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ پوځيانو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسګونو ماينونو په کشفولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته