خبرونهTOPښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د بغلان پوهنتون د چارو او رغنيزو پروژو د ارزونې په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د بغلان پوهنتون د چارو او رغنيزو پروژو د ارزونې په موخه دغه ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ياد پوهنتون له مشرتابه پلاوي او استادانو سره وکتل.
نوموړي په دغه کتنه کې د ياد پوهنتون د مسؤلینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د یاد پوهنتون پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د احاطوي دېوال او نورو زېربنایي پروژو د کار له جریان څخه لیدنه وکړه، چې بودیجه یې د دغه وزارت له لوري ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress