سیاست

جمهور رئیس غني: د بحران د مدیریت لپاره باید څو اړخيز فکر وکړو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تير ماښام د ملي امنیت شورا دفتر د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د وینا پرمهال د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرڅخه د دغه سیمینار د نوښت، له علي احمد جلالي او د هغه له همکارانو څخه د دوی د پوهې او ارزښتناکو نظریاتو د شریکولو او د سیمینار له ګډون کوونکو څخه یې د دوی د فعال حضور له امله مننه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني په سلام خانه ماڼۍ کې د دغې غونډې ګډونوالو ته وویل، جنګ او سوله هغه مهم موضوعات دي چې فکر کولو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه،  د جنګ شکل،  ماحول او په هېواد کې د سولې د ټینګښت عناصر په دوامداره توګه د بدلون په حال کې دي، نو موږ باید هم خپلو تجربو  او هم مقایسوي تجربو ته  پام وکړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ګواښ، ناڅاپي پېښېدل، د تصمیم نیولو دوران لنډوالی  او د تغیر او تحول مدیریت د بحران د تعریف څلور مهم عناصر دي.  بحران د یو جوړښت موجودیت ګواښوي او دغه ګواښ ناڅاپه پېښېږي چې د وړاندوینې وړ نه دی. هغه زیاته کړه، د بحران د تعریف، تشخیص او مدیریت مهمه منبع تاریخ دی.
محمد اشرف غني وویل، په غرب کې زياترو بحرانونه په باثباته ماحول کې رامنځته کېږي، ځکه بحران چې په هره کچه وي، خو  رهبري باثباته ، مدیریت واضح او منابع په اختیار کې وي، مګر زموږ حالت د ابهام له پلوه توپیر لري، ځکه  افغانستان څلوېښت کاله په ابهام کې وو او  باثباته نظام یې نه درلود.
جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او هلې ځلې وستایلې او وې ویل زموږ  ستونزې څو اړخيز دي، نو  د بحران د مدیریت لپاره باید څو اړخيز فکر وکړو.
جمهور رئیس وویل، زموږ ستونزې زنځیري دي  زنځیري ستونزې همزمان توجه او حرکت غواړي. هغه څرګنده کړه، چې تحرک باید یوازې په یو بنسټ کې نه، بلکې سراسري  وسنجول شي.  دلته ځکه بحران راځي چې ځینې خلک په تيره بيا هغوی چې ګټې یې په خطر کې وي بدلون ته د یو لوی خطر په توګه ګوري او جهت نیسي.
جمهور رئیس غني وویل، زموږ  د رهبري او مدیریت شکل باید په اساسي توګه دوه اړخيز وي، تر څو هم بحران او هم تحول مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ باید د بحران مدیریت او د تغیر او تحول مدیریت ته وخت ورکړو او دقیق یې وسنجو.  که په تېرو دوو کلونو کې مو د ترازو دواړه پلو ته اساسي فکر نه وای کړی د سقوط حالت ته تللو، ځکه له تحول پرته خلک ناهیلې کېږي.
جمهور رئیس غني په هېواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ  د سراسري اجماع  د ایجاد له امله د افغانستان د خلکو او د امنیتي سکتور د مسوولینو له هلو ځلوڅخه مننه وکړه، هغه زیاته کړه، دا په دې مانا نه ده چې موږ له بحران سره نه یوو مخامخ شوي، بلکې له بحرانه بریالي راوتلي یوو.
محمد اشرف غني وویل،د بحران د مدیریت  په برخه کې مو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پالنې لپاره  د  امریکا له متحده ایالتونو سره د واضح مدیریت په پایله کې  د ملي او بین المللي ګټوپه اساس د افغانستان او امریکا تر منځ واضح ستراتیژیکه همکارۍ، دوستانه مناسبات او د افغانستان په اړه بین  المللي اجماع دوباره ایجاد کړه.
جمهور رئیس غني وویل، له پاکستان سره  د دولت په توګه د مذاکراتو لپاره  چې د هغوی نظامي مرکز ته ورغلم، نو نږدې زياتروپه ما نیوکې کولې، ځکه دوی یوازې یو پړاو لیده، دوی زما هغه خبرې او تشخیص نه لیده چې ما ویل، پاکستان له افغانستان سره په نا اعلام شوي جنګ اخته دی او هغوی مې مجبور کړل چې دا تعریف ومني. که هغه چلند مې نه  وای کړی، نو نه مې د دوی مرسته ردولی شوه او نه مې دا ورته ویلی شو چې له افغانستان سره اعلان شوې مرسته دې په  خپل هېواد کې د تروریزم په ضد ولګوه.
جمهور رئیس غني وویل،  ۱۳۹۴ل کال زموږ د بقا کال وو، ځکه  هره میاشت او اونۍ یې بحران وو ، د باورمندۍ فضا کمه وه، مګر ما او تاسو باور درلود چې د هېواد صادق بچیان د خپلې خاورې دفاع کوي. هیله ده دا درته ثابته شوې وي چې افغانستان اعلی سرقوماندان لري او تر پایه ستاسو ملاتړی دی.
هغه وویل، تېر کال موږ د جنګ  په دوو ډګرونو کې وو چې یو د جنګ ډګر وو او هغه تاسو مدیریت کاوه او بل د افکارو، بحث او نظریاتو اوقناعت ورکولو ډګر . هغه څرګنده کړه، که دا دواړه ډګرونه مو همزمان نه وای مدیریت کړي، نو نشو بریالي کېدلی.
جمهور رئیس غني وویل، اوس زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه  حداقل په ۱۵ ځایونو کې همزمان د جنګ کولو وړتیا لري او هغه کار چې پخوا یې په اونۍ کې کاوه اوس یې په یوه ورځ کې ترسره کوي دا په دې مانا ده چې د دوی د مدیریت ظرفیت په بنیادي توګه بدل شوی . هغه زیاته کړه، د بحران په منځ کې د ظرفیت جوړول سخت کار دی، مګر مننه چې تاسو همزمان هم تمرکز وکړ او هم مو ظرفیت ایجاد کړ.
جمهور رئیس وویل، راتلونکي درې کلونه زموږ د بریالیتوب او پیاوړتیا کلونه دي او دا خاوره به ثبات ته رسېږي او د دې لپاره باید همزمان مناسب حرکت وکړو. د امنیتي ځواکونوتحرک او زموږ د راتلونکو درېو کلونو هدف د دې زمینه برابروي چې همزمان هغه لور ته لاړ شو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان د مصونیت ډيردروند پيټى د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اوږو وو او په راتلونکو درېو کلونو کې به دغه پيټى مساوي ووېشل شي، ځکه یوه برخه بار به عدلي او قضایي سکتور او بله برخه  د پيټى به اقتصادي برخه واخلي. هغه زیاته کړه، په عدلي او قضایي سکتور کې چې څومره اصلاح راځي همغومره د امنیتي او دفاعي ځواکونو پيټى کمېږي.
محمد اشرف غني وویل، د بحران په منځ کې موږ باید ارام واوسو. ملامتي او  د وېرې فضا ایجاد نه کړو، ځکه د بحران مدیریت امید غواړي.  هغه زیاته کړه، موږ بایدمدیریتي سیستمونه ایجاد کړو او څومره چې مدیریت زیات شي مشرتوب اسانه کېږي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته وویل، له حالاتو او شرایطو چې کوم درسونه زده کوئ، په دوامداره توګه خپل درسونه له نورو سره شریک او عام کړئ.
محمد اشرف غني وویل، په ۹۴ ۱۳کال کې د افغانستان د دښمنانو ستراتیژیکه موخه د نظام پرځول او په اساسي توګه د هېواد بربادي وه  او په ۹۵ ۱۳کال کې یې د افغانستان د یو یا دوه ولایتونو د نیولو هڅه کوله.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، له ستراتيژیک پلوه موږ په اساسي بحران تمرکز وکړ. د افغانستان د استقلال  او ځمکنۍ بشپړتیا په خوندي کولو او د امنیتي ځواکونود ظرفیت  په لوړولو سره مو د بریالیتوب شرایط برابر کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته