خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د وري١٠ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د یو باثباته اقتصاد رامنځته کولو په فکر کې دی او په دې برخه کې پانګونه کوي.

د باختر آژانس مفسرليکي: د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو نن په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال پرانېسته وکړه.

د قوش تيپې کانال د ٢٨٥ کيلومترو په اوږدوالي،  ١٠٠ متره سور او  ٥۰٨ مترو په ژوروالي جوړېږي، چې د ٥٥٠ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت به ولري او په يوه ثانيه کې به ٦٥٠ متر مکعب اوبه لېږدوي. د دې  کانال سرچینه امو سیند دی، چې د جوزجان له دولت آباد او اقچې ولسوالیو څخه تېرېږي او د فاریاب له اندخوی ولسوالۍ سره نښلول کيږي.

دا تر ټولو لویه زیربنایي پروژه ده چې د اسلامي امارت له لوري پلې کېږي. دغه پروژه په تیرو ٤٢ کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو ستره زیربنایي پروژه ده.

د دې پروژې رغول په خپل لوی ظرفیت او حجم سره د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت د ساختماني او زیربنایي کارونو سره ډیره لیوالتیا لري او هڅه کوي چې د سترو پروژو په پلې کولو سره هیواد د بهرنيو هیوادونو له اقتصادي انحصار څخه وباسي او په هېواد کې د کرنې د ودې په موخه د کارموندنې فرصتونه برابرکړي.

تر دې مخکې د انرژۍ او اوبو وزارت په هېواد کې د درېیو لویو بندونو کار له سره  پیل کړی چې په هغو کې په کابل کې د شاه او عروس بند، په هلمند کې د کجکي بند  او په نیمروز کې د کمال خان بند شامل دي چې د هلمند د کجکي بند ۸۰ سلنه بشپړ شوی او په دوو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه  وزارت په پام کې لري چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو د زېرمه کولو او د سېلابونو د مخنيوي په موخه لوى، منځني او واړه بندونه هم جوړ کړي او دغه راز د کرنې د ودې لپاره په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو پلان هم لري.

په هیواد کې د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له مهمو اهدافو څخه دی چې باید  د ګاونډیو هیوادونو د اوبو د حقابې په پام کې نیولو سره عملي شي، ځکه افغانستان د اوبو د پراخو زېرمو په درلودلو سره یوازې ۳۰ سلنه ګټه له خپلو اوبو اخلي، په داسې حال کې چې زموږ کرنه د اوبو له له کمښت سره مخ ده او په ډېرو ولایتونو کې اوبه بې ځایه ضایع کېږي او دې کار ته د اسلامي امارت مسوولین متوجه دي.

دا پروژې کولاى شو د سترې اقتصادي  زیربنایي او پرمختیایي پروژو په نامه يادې کړو او که عملي  شي، نو په هېواد کې به اقتصادي ودې او د کارموندنې زمينه  اسانه کړي.

افغانستان له ٤٢ کلونو را هيسي له بحران، جګړې او بهرني یرغل سره لاس او ګریوان دی، دغه هېواد یو انحصاري اقتصاد درلود، په دې موده کې په افغانستان کې  نه حاکمو حکومتونو او نه هم په افغانستان کې ښکېلو هېوادونو کوم بنسټیز کار کړی او دغه هېواد په ټولیز ډول له یوه  ګډوډ او نابرابر اقتصاد سره مخ شو.

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون تر ډېره د افغانستان         د بيارغونې شعارونه ورکول او هر هغه هېواد چې افغانستان ته خپل پوځيان را لېږلي و، په بېلابېلو ولايتونو کې يې د ولايتي بيارغونې ډلې جوړې کړې وې، دوی په لنډ مهاله، څو پروژو ډېر تمرکز کړی و او د میلیونونو ډالرو په ښودلو سره یې په افغانستان کې اساسي کارونه ونه کړل او زياتره پروژې يې ناقصي وې،  سره له دې چې افغانستان د اوبو او باد په برخه کې د برېښنا د تولید لپاره ښې اسانتیاوې لري، د وارداتي برېښنا پروژې ته ترجیح ورکړل شوه او نن ورځ په هېواد کې د برېښنا وضعیت داسې دی چې که افغانستان ته د برېښنا صادرونکو هېوادونو غوښتنې ونه منل شي، برېښنا پرې کوي.

خو اسلامي امارت د بنسټیزو پروژو د جوړولو په فکر کې دى او هڅه کوي چې هېواد له بهرني اقتصادي انحصار څخه وژغوري، د اسلامي امارت چارواکي په دې باور دي، هغه بهرنۍ مرستې چې د ځانګړو موخو لپاره ورکول کېږي، مقطعي او لنډمهاله دي او ګټې یې هم لنډ مهاله دي په داسې حال کې چې اسلامي امارت دوامدارې بیارغونې ته ژمن دی او د یو متوازن او مخ پر ودې اقتصاد د جوړولو لپاره هڅې کوي، دا یوازې هغه مهال شونې ده چې د قوش تیپې کانال په څېر بنسټیزې  پروژې پیل کړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا