امنیت

په جلال آباد کی د وروستی پيښې د قاتلانوپه نیولو ټینگار

ننګرهار باختردوري دمياشتې ٦ :
د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د وړمې شپې د پېښې د شهیدانو قاتلین به ډير ژر ونیول شي .
دغه خبرې د ننګرهاروالي سلیم خان کندزي د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې په نجم الجهاد فامیلوکې دوړمې شپې د پېښې دشهیدانو کورنۍ ته  د دوی په کور کې د فاتحې او دډاډګيرنې د مراتبو د وړاندې کولو پر مهال وکړې
د چهارشنبې په شپه شاوخوا یوولس بجې د جلال اباد ښارپه شپږمه ناحیه کې په نجم الجهاد سیمه کې د ناصرخان په نامه د یوه تن په کورد ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وسله واله بريدوشو ،چې له امله يې د ناصرخان دوه وروڼه او ددغې کورنۍ یوه مېرمن شهیدان او دوه نور ټپیان شوي وو.
دغه راز د کورنۍ د غړو له  خوا په وسله والو ځوابیه ډزې شوې وې،چې له امله يې درې تنه وسله وال وژل شوي و او یو تن بل يې په تېښتې بریالی شوی ، چې د وژل شويو کسانو مړي هم په کور کې پاتې و.
د ننګرهار والي په داسې حال کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان یې هم ملګرتيا کوله،  دغې سیمې ته په ورتګ سره یې د شهیدانو دکورنۍ غړو ته د فاتحې مراسم ترسره او ورته یې د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
ده وویل: جمهوررئیس هم ددغې پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې او امریې کړی، چې پيښه دې په جدي ډول تعقیب اوعاملین دې د ډيرژرد قانون منګولو ته وسپارل شي  .
ده وويل ؛  امنیتي او کشفي ارګانونو خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ډاډ یې ورکړ،چې  ددغې پيښې عاملین به  ډيرژرونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي .
دغه راز د ننګرهار والي د شهیدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته هم وکړه.
امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد هم ډاډ ورکړ، چې ټولوارګانونو ته یې دنده  سپارلې چې د دغې پيښې عاملین ډير ژر ونیسي او په دغه برخه کې یو شمېر لاسته راوړنې هم ترسره شوي .
د شهیدانود کورنۍ استازۍ ناصر خان د ننګرهار له والي او امنیه قوماندان څخه مننه وکړه، چې د پېښې په وخت کې يې سیمې ته امنیتي منسوبین ور استولي و .
نوموړي همدا  راز د ننګرهار له والي او امنیه قوماندان څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې په یاد غم کې ځآن شریک وباله او دوی ته یې د فاتحې دمراسمو دترسره کولو ترڅنګ د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته