فرهنګ

په هرات کې يوې ميرمنې ټول قرآن عظيم الشان په خپلو لاسونو ليکلى دى.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
ميرمن فاطمه چې ټول قرآن عظيم الشان يې په خپلو لاسونو ليکلى دى پرون دهرات ولايت دښځو دچارو رياست له خوا وستايل شوه .
دهرات ولايت دښځو د چارو رييسې محبوبې جمشيدي ددغې ځوانې ميرمنې دستاينې په ترڅ کې وويل : په دغه ولايت کې په ډول ډول استعدادونو سره زېا تې او نجونې ژوند کوي چې په دې بريالۍ شوې دي چې په بيلابيلو برخو کې وځيليږي.
په همدې حال کې دښځو د چارو وزارت مسلکي او پاليسې معينې ميرمن سپوږمۍ ددغې ميرمنې دستاينې په وخت کې دهرات ولايت دښځو استعدادونو دقدر وړ وبلل.
دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ اوسيدونکې ميرمن فاطمې دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې بريالۍ شوې ده چې په دريو کلونو کې قرآن عظيم الشان په بشپړه توګه په لاس وليکي.
ميرمن فاطمې له نهم ټولګې څخه دقرآن عظيم الشان په ليکلو پيل کړى دى او په دريو کلونو کې يې بشپړ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته