کابل باخترد غبرګولي اوومه
دکرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله "ضمیر" فراه ولایت ته د یوه رسمی سفر په تر څ کې څو پروژې پرانیستلې او همدا راز هغه پروګرامونه، چې د روان کال په لړ کې به، په دغه ولایت کې پلي شي اعلام کړل.
ضمیر په لومړي پړاو کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژه ګتې اخیستنې ته وسپارله. دغه پروژه به د دریو کلونو په لړ کې پلې شي او ددې پروژې په بشپړیدو سره به د فراه ولایت کروندګرو او بڼوالو سره د محصولاتو د پیاوړتیا ، زیاتوالي او په بهر او هيواد کې د بازار موندې، د محصولاتو د پروسس او انډې کولو، زیرمه کولو او د اوبو لګونې سیستم په برخه کې مرسته وکړي.
ددې کاري سفر په بله برخه کې د کرنې اواوبولګولووزیر له خوا د فراه ولایت د کروندګرو د کاري وړتیا لوړولو په موخه د ۲.۳ میلیونه افغانیو په مالی ارزښت جوړ شوی روزنیز مرکز پرانیستل شو او تر څنک یې د نوده کانال د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه او همدا رازد کرنې وزیر د الغرافه فارم، ګلخانو، د پل بڼ او شفتالو له بڼ څخه لیدنه وکړه.
د روان کال په لړ کې په پام کې ده، چې په فراه ولایت کې د نوده کانال جوړ شي، چې د کار د بشپړیدو په ترڅ کې به یې ۴۵۰ جریبه ځمکه د اوبو لګونې تر پوښښ لاندې راشي او شاوخوا ۷۰۰ کورنی به یې له ګټې اخیستنې څخه برخمنې شي.
له بلې خوا به د کرنې وزارت له لورې د فراه ولایت اوسیدونکو ته یو شمیر نورې کړنې تر سره شي، چې له هغې ډلې څخه د ۶۰ هکتاره نويو بڼونو جوړول، د ۲ هکتاره متراکم او نیمه متراکم بڼونو جوړول، د ښخو لپاره د سبو د ۵۰۰ کورني وړو بڼونو جوړول، د ۳ لویو سوداګریزو شنو خونو جوړول، کروندګرو ته د ۵۰ ګلخانو ورکول، په مرکز، بالا بلوک او انار دره ولسوالیو کې د انارو، انګورو او پستې د ۱۰۰ نمايشي بڼونو جوړول، د زعفرانو د ۱۰ ننمايشي قطعو جوړول، مخکښه کروندګرو ته د ۶۰ کرنیزو بنډلونو ویش، د ۲۸۰ متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او ۴۰۰ کیلو ګرامه د سبو تخمونو ویش، د ۶ زره کیلو ګرامه کیمیاوي سرې ویش شامل دي.
د یادو کړنو ترڅنګ دکرنې وزیر په فراه ولایت ګڼ شمیر نورې پروژې هم اعلام کړې، چې له هغې ډلې څخه ۱۰۰۰ کورنیو ته ۳۰ زره هګی ورکونکو چرګانو ویش، له ۸ زره څخه زیات د څارویو وکسینول، د خیریه الغرافه مؤسسې په مالي ملاتړ د فراه ولایت په مرکز کې د ۳۰۰ جریبې ځمکې په مساحت سره د مالداری یوه لوی فارم جوړول، د الوتونکو د انفلونزا د ناروغى د لیږدیدو د مخنیوي په موخه د کمپآین پیلول، د مرکز ، بالابلوک او انار دره ولسوالیو کروندګرو ته د ۲۳۵ صندوقه د شاتو مچیو ویش، په ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۲۰ زره نیالګیو تولیدول، د ۸۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت سره د نباتي کنو پروړاندې مجادله، د ۱۸۰ ګلخانو لرونکو ته د ۱۷ لویو تراکتورونو او ۹ عرادې ( کمرشکن) تراکټورنو ویش، د شاتو مچیو روزونکو ، زعفرانو کښت ، بڼوالی، مالداری، د څارویو د روغتیا او سبزیجاتو په برخه کې سلګونه ګروندګرو ته روزنیز پرو ګرامونو جوړول شامل دي .
0 2 دقیقې لوستل