کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دحکم پربنسټ ددوه ورځني نړيوال سيمينار په ترڅ کې دافغانستان دپخواني صدراعظم او دبهرنيو چارو دوزير شهيد محمدموسي شفيق دشخصيت او کارنامو نمانځنه کيږي .
په همدې تړاو دبهرنيو چارو دوزير ترمشرۍ لاندې ددغه نړيوال سيمينار د جوړولو عالي کميسيون د (( موسي شفيق دغوره کتاب )) پروګرام تصويب کړى دى .
دهېواد دتکړه ليکوال پېژندل او دداسې ارزښتمنو آثارو ترلاسه کول چې دبهرني سياست ، نړيوالو اړيکو او نورو اړوندو موضوعګانو په باب ليکل شوي وي ، ددغه پروګرام موخه ګڼل کيږي.
په دې توګه ، دپوهنتونونو استادانو ، څيړونکو اوليکوالو ته بلنه ورکول کيږي چې خپل هغه علمي _ څيړنيز کتابونه چې دباوري اخځونو درلودونکي اوپه وروستيو دريېو کلونو کې يې دبهرني سياست ، نړيوالو اړيکو او نورو اړوندو موضوعګانو په باب چاپ کړي وي ، ددغه نړيوال سيمينار دغوره کتاب دغوراوي په موخه دنړيوال سيمينار دجوړولو عالي کميسيون ته وسپاري.
دغوره کتاب ليکوالو ته به ښکلې جايزې ورکړل شي
0 1 دقیقه لوستل