ټولنه

دکندز دلبنياتو اتحاديه : دبهرنيو وچو شيدو پرځاى له تازه وطني شيدو څخه استفاده وشي

 کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دکندز دلبنياتو اتحاديه له خلکو څخه غواړي  چې د بهرنيو وچو شيدو پرځاى دې له وطني تازه شيدو څخه استفاده وکړي .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دشيدو نړيواله ورځ په کندز کې ددغه ولايت  دلبنياتو په ستره فابريکه کې د لسګونو تنو مالدارانو او دملکي او پوځي  مسوولينو په ګډون  ونمانځل شوه .
  ددغې فابريکې رييس محمد ظاهر وفا  دشيدو د نړيوالې ورځې  دنمانځنې په غونډه کې باختراژانس ته وويل: ددغې فابريکې  يوازنۍ بازار دهېواد مرکز دى او دهغه دلبنياتو دمحصولاتو زياته برخه  کابل ته صادريږي ،خو وويل  چې اوس په پوځي قطعاتو او ملکي ادارو کې  دبهرنيو وچو شيدو په تيره بيا  له پاکستاني شيدو او پيروې  څخه استفاده  کيږي .  خو وطني محصولاتو ته چې دکيفيت له پلوه ډير ښه دى پاملرنه نه کيږي .
  ده زياته کړه چې اوس  دکندز دلبنياتو اتحاديه  ٥٨٤ تنه  غړي لري  چې دمالدارۍ په نهو کوپراتيفونو کې  تنظيم شوي دي . او دوى دخپل مالداري محصولات  دغې فابريکې ته  دانډې  کولو په خاطر راوړي او له دغه ځايه په بيلابيلو ډولونو بازار ته  وړاندې کيږي . او په دغې فابريکه کې دښځو او نارينه و په ګډون څه ناڅه شل تنه کارکوي .
  دکندز ولايت  دکرنې او مالدارۍ  درياست استازى محمد منير نيازي له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې له کورنيو لبنياتو او ددغې فابريکې له محصولاتو څخه استفاده وکړي .په دې خاطر چې  هم کيفيت يې ښه دى او هم دبهرنيو لبنياتو په پرتله  ارزانه دي .
په همدې حال کې  يوشمير مالداران هم  د مرکې په بهير کې  يادونه وکړه چې ددغې فابريکې  په جوړيدو سره  دوى ته زياتې اسانتياوې برابره شوي دي . ځکه هر سهار  دخپلو څارويو شيدې  په سيمه کې ددغې فابريکې استازو ته  سپاري او پيسې يې ترلاسه کوي .
دلبنياتو دغه ستره فابريکه  په  ٢٠٠٥ ميلادي کال  کې د ملګروملتو دکرنې او خوړو سازمان په مالي او تخنيکي همکاري  په کندز کې جوړه او په ٢٠١٠ ميلادي کال کې  ددغه ولايت  دلبنياتو اتحاديې ته سپارل شوې ده .
  دغه فابريکه  د کندز ښار په لويديځ په يوه پراخه ساحه کې  موقعيت لري او دانډې کولو په پرمختللو  وسايلو سمباله ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته