کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دکورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې موظفينونن نهه تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغوکسانو چې د غلا او د سندونو د جعل تورلګول شوى دى؛ د کابل ښار د شپږمې، اوومې ، پنځلسمې او اوولسمې حوزې په مربوطاتوکې دپوليسو له خوا ونيول شول.
دغه راز دکابل د نړيوال هواى ډګر سرحدي پوليسو نن دوه تنه دپاسپورټونو دجعل په تور ونيول.
ديوبل خبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت د اقتصادي جرمونو د کشف موظفينو د بډې اخستنې په باب د شکردرې ولسوالۍ د يو تن اوسيدونکى دشکايت له مخې په اقدام لاس پورې کړ او ديو ګډ هيئت په وړاندې يې ددغې ولسوالۍ د املاکو مدير د بډې په توګه د پنځه ويشتو زرو افغانيو د اخستلو په تور ونيوه.
ديوبل خبرله مخې: د هلمند ولايت په نو زاد ولسوالۍ کې په درې سوه اوويا جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار نن دپوليسو له خوا واړول شول.
0 1 دقیقه لوستل