کابل باختر د مرغومي لسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينت دورزشي اسانتياو دبرابرولو په مقصد دغيږي نيونې ،کانکفو، سوک وهلو ، کيک بوکس ، دبدن دغړو دپالنې او تکواندو په څانګو کې په سلوکې دپنځوسو په تخفيف اووړيا ډول ٤٥٠تنوځوانانو ته دروحاني ، دپوليسو ځوانانو درزمي کارانو په ټولنه او دبګراميو ولسوالۍ دځوانانو دټولنيز سازمان په ورزشي مرکزونو سره ټړونونه لاس ليک کړي دي .
مينه وال کولا ي شي په دغو کلپونو کې دشموليت په مقصد له دوو عکسونو او دتذکري او فوتوکاپي سره په پل باغ عمومي کې دځوانانو چارو معينيت دمصوونيت او روزنيزې ودې دمرکزونو رياست ته ورشي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ