کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
د ملي امنيت لوى رئيس رحمت الله نبيل نن د غزني پوهنتون له دوو تنو استادانو سره وکتل .
د ملي امنيت لوى رياست باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره وليکل چې دملي امنيت لوى رئيس د دوو تنو استادانو په وړاندې د ترسره شوي عمل له امله ناخوښي څرګنده کړه او استادانو هريو نصيراحمد آرين او حبيب الله کاشفي چې پخوا په مرموز ډول سپکاوى ورته شوى و د موضوع په اړوند دملي امنيت د لوى رياست دوه تنه ټيټ رتبه کارکوونکي چې په غير مستقيم ډول په قضيه کې ښکيل وو ، نيولي دي.
د ملي امنيت لوى رئيس وويل چې زه د ملي امنيت د ارګان په استازيتوب له تاسو درنو استادانو څخه چې د ټولنې معنوي پلرونه ياست او د افغانستان ټول معظم استادان زموږ د سترګو نور دي بخښنه غواړم چې دغه موضوع ستاسې دځورنې سبب شوې ده.
ده استادانو ته په خطاب کې وويل چې د ملي امنيت لوى رياست د خپلو هېوادوالو
دلومړيو مدافعانو په توګه د هېوادوالو د اساسي حقــوقو او د هغوى د حيثيت
ساتنه خپلې ډيرې مهمې دندې بولي .
د ملي امنيت د لوى رياست کارکوونکي دافغانستان د دښمنانوپه وړاندې داساسي قانون د ارزښتونو د ساتنې په خاطر وروستي خطرونه مني خو هيڅکله به دخپلو هېوادوالو بې حرمتي او سپکاوى ونه مني .
د ملي امنيت لوى رئيس له استادانو سره ژمنه وکړه چې قضيه به په هر اړخيزه توګه وڅيړي او عدالت به تامين کړي .