ټولنه

په ميدان وردګو کې دمحرمو سندونو دساتنې ورکشاپ پاى ته ورسيد .

کابل باختر دثور  ١١ :
دمحرمو سندونو  دساتنې روزنيز ورکشاپ پرون په ميدان وردګو کې پاى ته ورسيد .
  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،دغه روزنيز ورکشاپ  دژورناليستانو دساتنې دکميټې له خوا  ددوو ورځو لپاره  دخبريالانو او مدني فعالانو لپاره  دميدان وردګو ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په تالار کې جوړ شوى و  پاى ته ورسيد .
په دې  روزنيز ورکشاپ کې  برخه والو ته  د خبريالۍ دوسايلو دساتنې ، په انترنت کې دهغوى دسندونو دساتنې او په نورو برخو کې لوست ورکړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته