امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په  غزني ولايت کې تيره شپه د ثقافت ٢ دعملياتو په بهير کې درې  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د ٢٠٣ قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباختر آژانس خبريال
ته وويل  په دغو عملياتو کې چې دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په  مربوطاتو کې دامنيت دتامينولو او د وسله والو طالبانو دځبلو په مقصد پيل شوي دي او اوس هم دوام لري .  درې تنه وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ د قلعه چاه خاني   په سيمه کې وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي  .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد څلور ماينونه دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي او دولتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته