کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې ١٣ تنه وسله وال طالبان د پوځيانو په بريدونوکې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دخاص روزګان ولسوالۍ په ځينو سيمو او د ترينکوټ ښار ته څېرمه بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: پر دغو وسله والو طالبانو د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول .
دغه راز په دغو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
ختم- _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل