کابل باختر دکب لومړي :
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت هوډمن دى چې د افغانستان د بېلابېلو فرهنګي او تاريخي برخو د معرفي کولو لپاره په دغه هېوادکې نندارتون جوړ کړي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفير سيد جلال نابغه سره په کتنه کې په دې باب تيارى څرګند کړ او ويې ويل چې د هېواد د بېلابېلو فرهنګي برخو معرفي کول په بهرکې د افغانستان د سياسي نمايندګيو د همکاريو غوښتنه کوي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چمتو دى چې په دې لاره کې همکاري وکړي .
تاکل شوې ده راتلوونکې اوونۍ د افغاني اصيل فرهنګ د معرفي کولو په مقصد فرهنګي نندارتون په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت له خوا جوړ شي .
په دې نندارتون کې افغاني جامې، د هېواد د ښکلو او سياحتي سيموعکسونه او د سيمه ئيزې موسيقۍ وسايل نندارې ته وړاندې شي .
0 1 دقیقه لوستل