ورزش

د افغانستان دکرکټ د١٩کلنو ځوانانو ټيم د آيرليند له ټيم څخه ماتې وخوړله

کابل باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه  :
د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ   دنړيوال جام دسياليو په دوام دافغانستان ټيم نن   دآيرليند له ټيم سره لوبه وکړه.
دآيرليند ټيم لومړۍ توپ وهنه وکړه  او په پنځوسم آور کې داتو لوبغاړو په سوځيدوسره  ٢٢٥منډې  جوړې کړې او دافغانستان ټيم ته يې ٢٢٦منډو هدف وټاکه.
وروسته دافغانستان ټيم  توپ وهنه پيل کړه او په  ٤٩ آور کې دخپلو ټولو لوبغاړوپه له لاسه ورکولو سره ٢٢١ منډې  جوړې کړې او  له دوو برياليتوبونو وروسته دآيرليند ټيم په وړاندې يې  ماتې وخوړله .
دافغانستان ټيم  دکرکټ د ١٩ کلنو  دنړيوال جام په سياليو کې  په  ( دي )  ګروپ کې دپاکستان ، سريلانکا او دآيرليند له ټيم سره سيالي وکړه.
مخکې له دې افغانستان  دسريلانکا او پاکستان  د١٩ کلنو ځوانانو ټيمونو 
ته  ماتې ورکړې وه او   دکوارتر فاينل پړاو ته يې لاره موندلې ده.
پاى ج ذ                

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته