کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د هېواد یو نامتو خبریال، ویاند او فرهنګي شخصیت نبي مصداق د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د کابل ښار په یو روغتون کې سترګې له نړۍ پټې کړې.
د نبي مصداق مړینه په رسنیز ډګر کې یوه ضایعه ده. زه د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو او همدارنګه ټولې رسنیزې ټولنې ته د صبر او زغم هیله کوم.