فرهنګ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : په ملي ارشيف کې شته اثار په سيمه کې سارى نلري

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د ملي ارشيف له
بيلابيلو برخو څخه د کتنې په وخت کې وويل، هغه شته خطي اثارچې په ملي ارشيف کې شتون لري په سيمه کې سارى نلري .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په ملي ارشيف کې شتو امکانانو او قيمتي خطي اثاروته  په پاملرنې سره  وويل چې د امکاناتو کموالى او نشتوالى ډير ژرلېرې کيږي ، ده  وويل: د افغانستان تاريخې پرتم اوعظمت  په ملي ارشيف کې شتون لري
په کتنه کې د ملي ارشيف رييس افسررهبين په داسې حال کې چې په  ملي ارشيف کې  د خطي نسخو اوشتو اثارو په باب معلومات وړاندې کول ويې ويل نوې طرحې وړاندې کيږي چې پکې ستونزو او کمښت ته هم اشاره شوې ده .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته