ورزش

مزار کې د باولېنګ درې ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو

٣٣- کابل/ د لیندۍ ۲٢مه/ باختر
د افغانستان د شمال زون لوبغاړو لپاره د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د باولېنګ ملي فدراسیون له لوري یو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. د دغه فدراسیون رییس ادریس فاروقي وویل، دغه روزنیز پروګرام د باولېنګ فدراسیون د یوشمېر روزونکو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې هدف یې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د لوبغاړو ظرفیتونه لوړول دي‎. نن د دغه روزنیز پروګرام لومړۍ ورځ وه. ټاکل شوې، چې د افغانستان د باولېنګ ملي ټیم ټاکنېزې سیالۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې په کابل کې جوړې شي. پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته