امنیت

په بادغيس کې ديوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په بادغيس ولايت کې ووژل شول .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت  دجويند ولسوالۍ دنل بست او ريګ سفيد په کليو کې له دفاعي او امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
اميني زياته کړه چې په دې  نښته کې اته  تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
  دامنيي دڅرګندونوله مخې، په دې  نښته کې دپوليسو يوسرتيرى شهيد او دوه تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته