امنیت

څلورويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١١ :
  دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې څلورويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په هغوچاڼيزو عملياتوکې چې دکاپيسا،  بغلان، قندهار، خوست، پکتيکا، پکتيا او د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شول؛ څلورويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اتلس تنه نور ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتوکې دوه پنځوس ډول ډول ماينونه، يوڅلويښت ريموټ کنترول، يوسلو پنځه اتيا کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، د ماين د چولو اوه  وسيلې، سل کيلوګرامه امونيم نايتريت چې د بمونو په جوړولو کې کارول کيږي، يوولس کلاشينکوفونه  او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه ګولۍ هم ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: دملي پوليسو منسوبينو د وسايطو ضدپنځه ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له  خوا د باميانو،  لغمان  او کنړ ولايتونوپه مربوطاتوکې نوى ښخ کړي شوي و؛ کشف اوشنډکړل .
له بلې خوا دکورنيو چارو وزارت خبرخبرځايونه وايي:په هلمند ولايت کې دکوکنارو د اړولو په دوام، دهلمند ولايت دخانشين اوسنګين د ولسواليو اودلښکرګاه ښارپه مربوطاتوکې له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو دمنسوبينو دګډوعملياتوپه بهيرکې په درې سوه څلويښت جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته