سیاستخبرونهTOPټولنه

مولوي عبدالکبیر: د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه جدي ده او د رفع کولو لپاره یې هڅې پیل شوي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کابل ښار د دوه وېشتو ناحیو د یو شمېر مخورو، دیني عالمانو، د ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو له استازو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته ګډونوالو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د اسلامي نظام په راتګ سره په کابل کې زورواکي، غلا، جنايي پېښې او د ځمکو غصب پای ته رسېدلی او کابل ښاریان په بشپړ امنیت کې ژوند کوي.

د کابل ښار د ناحیو استازو دغه راز په کابل ښار کې د څښاک اوبو کموالی جدي ستونزه وبلله او د کابل ښار پراختیا، د پاکو اوبو برابرولو او د کابل ښاریانو او اسلامي امارت ترمنځ د همکاريو او ګډو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د اهل هنود او سک هېوادوالو استازي وویل، چې په کابل کې یې اکثریت ملکیتونه غصب شوي او اړتیا ده چې غصب شوي ملکتیونه یې را وګرځول شي او د هغوی حقوقي ستونزو ته دې د حل لاره پیدا شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د ناحیو استازو، دیني عالمانو او د ګذرو وکیلانو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته حکومت د خلکو د ستونزو حل او غوښتنو ته د رسېدو مسوولیت لري او څرګنده يې کړه، څرنګه چې په اسلام کې اکثریت او اقلیت ځای نه لري اسلامي امارت هم همدې اصل ته په کتو خپلې چارې مخ ته وړي.

نوموړي وویل، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د اسلامي امارت له لوري یې د حل لپاره هڅې پيل شوي او کابل ته د پاکو اوبو د را لېږد لپاره به کار وشي چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې په اړه بحثونه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې کابل ښار اساسي پراختیا او اصلاح ته اړتیا لري، ټول غصب شوی ملکیتونه به یې خپلو اصلي خاوندانو ته وګرځول شي او کابل ښاریانو ته به معیاري خدمات وړاندې شي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اهل هنودو او اهل تشیع په شمول به د ټولو افغانانو د ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.

همدارنګه په یوه بله ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او سوداګرو سره په کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره به یې غوښتنو او وړاندېزونو ته رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته