کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دوه تنه دلسګونوکيلوګرامو نشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول
دغه کسان دنشه يي توکو دلېږدونې په وخت کې دغني خيلو او د دربابا ولسواليو له ځينو سيمو څخه تېره شپه دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي چې له دغوکسانو څخه شپږ نوي کيلوګرامه چرس او هيرويين ترلاسه شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه کسان بېلابېلو سيمو ته دنشه يي توکو په لېږدونې بوخت و .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په ننګرهارکې دنشه يي توکو د قاچاقو په څو مواردو اعتراف کړى دى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې شپاړلس تنه په ننګرهار کې دجنايي جرمونو په تور ونيول شول .
دغه کسان دوروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې ددغه ولايت له بېلابېلوسيمو څخه دپلټنې او ځانګړوعملياتوپه بهير کې ونيول شول .
دننګرهار پوليس وايي چې په نيول شويو کسانو دغلا ، انسان تښتونې ، دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم