سیاست

پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهير له پرمخبيولو سره د ملاتړ په دوام باندې ټينګار وکړ

اسلام اباد  باختر دکب شپږمه :
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ديوې رسمي وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې په بهرنيو او دملي امنيت په چاروکې دپاکستان دصدراعظم سلاکار سرتاج عزيز پرون دافغانستان په چاروکې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي له ځانګړى استازى يان کوبيش سره په اسلام آبادکې وکتل او دواړو لورو د افغانستان په اړوند د مهمې مسئلې او داسلام آباد او کابل دوه اړخيزې اړيکې وڅيړلې.
په دي ويناکې ويل شوي دي چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار د اسلام آباد دحکومت په نظر د ثبات، سولې او دمتحدو خلکو په ځانګړتيا سره د يوه افغانستان په ارزښت باندې تينګار کړ او دافغانستان خلکو ته يې چې د را روان کال د وري دمياشتې تر شپاړسمې نيټې پورې د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو وخت دى؛ په دغه  هيوادکې دسياسي ، امنيتي او اقتصادي حالت د سوله ئيزې ليږدونې شاهدان دي؛ د برياليتوب هيله وکړه.
سرتاج عزيز وويل: پاکستان دافغانستان د خلکو او حکومت دستور العمل  او مفکورې ته په پاملرنې سره په افغانستان کې دثبات له ټينګښت په تيره بيا د سولې دبهير له پرمخبيولو سره دمرستې په تګلوري کې د نړيوالې ټولنې د ټولو هڅو د ملاتړ په مقصد کلک هوډ لري.
يان کوبيش دغه راز د ملګروملتو د سازمان د نمايندګيوتربېلابېلو پروګرامونو لاندې په افغانستان کې له بېلابېلو برخو سره د دغه نړيوال بنسټ ملاتړيز رول ته اشاره وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته