امنیت

په ميدان وردګوکې د٣٤ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

ميدان ښار باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د صحرا توپان د عملياتو په بهيرکې ٣٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات له دوو ورځو را په دې خوا د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د ميدان وردګو  ولايت د جلريز او چک په ولسواليوکې دوام لري او تر اوسه پورې ٣٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شوي دي.
خبرځاى وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې د جلريز ولسوالۍ په د (درزي خماري) دره کې د وسله والو طالبانو له يوې اندازې مهمات سره يو توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا او د ميزاييلو څلور ماينونه هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي او دوه ځاى پرځاى کړى شوي ماينونه هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو له خوا کشف او شنډکړاى شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د قوماندان د څرګندونوله مخې: دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو ولسواليو تر پاکولو پورې دوام لري.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته