جلال آباد / باختر / د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
اتلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو پرون ناوخته دکوټ او داچين په ولسواليوکې بريدونه وشول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې اتلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو. ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه نيول شوې ده .
امنيتي ځواکونو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه نهه ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د وسلو او مهماتو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې په هسکې مينې ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځيوکې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
ختم_ ج _ اکرم