ټولنه

د هرات _ بادغيس د لويي لارې د پرانستلو لپاره په سيمه ئيزو مسوولينو د بې پروايى انتقاد

کابل باختر د کب اوومه :
موټر چلوونکي او مسافران د هرات _ بادغيس د لوي لارې د پرانستلو لپاره په سيمه ئيزو مسوولينو د بې پروايى انتقاد کوي .
دوى وايي: لس ورځې کيږي چې دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده او سيمه ئيز مقامات هيڅ اقدام نه کوي .
د مسافر وړونکي موټر چلوونکي صفدر باختر آژانس ته وويل چې لس ورځې کيږي چې مسافر د بند سبزک په دواړو خواووکې بند پاتې او د لارې پرانستلو ته په تمه دي.
ده وويل: لس ورځې کيږي چې لاره تړلې ده او دولت هيڅ پاملرنه نه کوي .
د هرات- بادغيس لويه لاره د بند سبزک په ساحه کې د واورې د ورښت او د سيلاوونو له را وتلو رووسته د ترافيکو پرمخ تړلې ده .
د دغې لارې د پرانستلو او پاکولو لپاره د قراردادي شرکت مسوولين وايي چې د سيلاوونو را وتل د دغې لويې لارې ځينې سيمې ويجاړې کړې دي .
په همدې حال کې د بادغيس ولايت يو مقام وايي چې د دغې لويې لارې د پرانستلو  لپاره هلي ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته