کابل باختر دليندى اوولسمه :
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ په بلخ ولايت کې ونمانځله شوه .
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ په مرکز کې ونمانځله شوه .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات باختراژانس ته خبرورکړ. ښځې دټولنې نيمايي برخه ده داسلام له نظره له نارينه و سره دهغوى حقوق برابر دي او حق لري په نورو برخو کې که پوځي وي اويا ملکي دنارينه و تر څنګ کاروکړي .
سادات زياته کړه: پوليس په ټولنه کې دښځو دامنيت تامينوونکي دي .
ده وويل همدا اوس دبلخ ولايت په امنيه قوماندانۍ کې څه ناڅه دوه سوه تنه ښځې دپوليسو په ليکو کې دامنيت دتامينولو لپاره دنده ترسره کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ