جلال آباد/ باختر د زمري دمياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې يو قومي مشر د ناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شو .
په غلام محمدپرون ناوخته په داسې حال کې چې د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپلې کروندې په کار بوخت و ، د موټرسايکل سپرو يرغلګرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر په دغه قومي مشر له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شوي دي .
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى او سيمه ئيز مقامات د دوى د موندلو او نيولو لپاره د امنيتي مامورينو د هڅو او هاند د پيل خبرې کوي .
0 1 دقیقه لوستل