ټولنه

په هرات کې دسولې په تامينولو کې دښځو درول دزياتوالي لپاره د سولې دميندو دغونډې جوړيد ل .

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
په سوله کې دښځو درول دلوړولو او دافغانستان دولايتونو دښځو ترمنځ دسولې د شبکو دجوړولو په موخه دسولې دميندو غونډه په هرات کې جوړه شوه
  په دې غونډه کې يوشمير مرکزي مقاماتو ، دملګروملتو دسازمان ددفتر استازي او دقندهار ،غور ، پروان ، اودهرات له ولايتونوڅخه دښځو دحقوقو يوشمير فعالانو ګډون کړى و .
دهرات دسولې دولايتي کميټې رييس مولوي  غلام سرور دسولې دعالي شورا دمرستيالې  ميرمن حبيبې  سرابي دنوښتونو او فعاليتونو له امله  قدرداني وکړه او دټولنيزې  سولې په تامينولو کې يې دښځو رول ارزښتناک وباله او په ټولنه کې يې دنورو ښځو دځواکمن کولو په لاره  کې دښځو فعاليتونه او هلې ځلې وستايلې .
دسولې  دعالي شورا مرستيالې حبيبې  سرابي په هرات ولايت کې دسولې دميندو دغونډې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل دغه غونډه دسولې دتحقق او دولايتونو دښځو ترمنځ دسولې دشبکو جوړول دى چې نن په هرات ولايت کې جوړه شوې ده .
ميرمن سرابي  ددغه ټکي په بيانولو سره چې دسولې دميندو لومړى غونډه په کابل کې جوړه شو دويمه غونډه په باميانو ولايت کې اودريمه غونډه په هرات ولايت کې ده چې موخه يې له يوې بلې سره دخويندو لازياته بلدتيا  اود ولايتونوپه کچه  دښځو دشبکو پراختيا ده .
دسولې دميندو غونډه ددريو ورځو لپاره په هرات ولايت کې جوړه شوې ده او دغه راز دسمپوزيم  فرعي کميټه دسولې دپيغام راوړونکو تر عنوان لاندې دسولې په  بهير کې  دښځو درول او دښځو دملاتړ په موخه فعاليت کوي، خبرې وشي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته