امنیت

دواورې ښوئيدنې له امله ديوې کورنۍ دولس تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر د کب  دريمه :
دبدخشان ولايت دراغستان ولسوالۍ په کچ لر کلي  کې تيره شپه دواورې ښوئيدنې  له امله دولس تنه ووژل شول .
دبدخشان دولايتي شورا غړى اودراغستان  ولسوالۍ دخلکو استازي  احمدجاويد جاويددباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دتيرې شپې  ديوولسو بجو په شاوخوا کې دراغستان ولسوالۍ په کچ لر کلي کې رامنځته شوه چې له امله يې  ددووکورنيو دولس تنه غړي چې ويل کيږي  ددوو ورونو کورنۍ دي وژل شوي دي اويوازې دوه ورونه  ټپيان شوي دي .
مولوي غلام الله سعيد وايي چې ددغې واورې ښوييدنې له امله په دغه کلي کې لس  نور کورونه  ويجاړ شوي دي خو دسرزيان يې نه دى اړولى .
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس عبدالله همايون دهقان وايي چې دغه ساحه دوسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده خو دزيانمنو شويو کسانو دمرستې رسولو لپاره هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته