امنیت

دبدخشان له يوجيل څخه د دوو تنوبنديانو د تښتولولپاره د وسله والوطالبانو ناکامې هلې ځلې

کابل باختر دليندي دويمه :
دوه تنه بنديان کله چې د وسله والوطالبانو له خوا په بدخشان کې له يوه جيل څخه وتښتول شول؛ له افغان امنيتي ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د څلوروبجو په شاوخوا کې هغه وخت رامنځته شوه چې پنځو تنو وسله والوطالبانو په خپلو جنګي وسايلو سره دوه تنه بنديان د بدخشان  ولايت دبهارک ولسوالۍ له جيل څخه وتښتول خو د لارې په اوږدوکې امنيتي  مامورينو په هغوى بريد وکړ .
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې وسله والوطالبانوله تښتيدلو بنديانوسره غوښتل دوردوج ولسوالۍ ته لاړ شي، خو د لارې په اوږدوکې د جرم ولسوالۍ د آبخورک په سيمه کې په داسې حال کې چې په موټر اوموټرسايکل سپاره و؛ د امنيې قوماندانۍ د سرتيرو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي ددغې نښتې په بهيرکې چې دتيرې شپې تر اتو بجو پورې يې دوام وکړ؛ له دغه جيل څخه دوه تنه تښتيدلي بنديان ووژل شول، خو يرغلګرطالبان په تيښتي بريالي شول.
په دې پيښه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې: طالبانو دامنيتي مامورينو د تيرايستلو په خاطرځانونه ددغو دوو تنو بنديانو پوښتنې کوونکي وبلل او وروسته له پوځيانو سره د نښتې له لارې په دې بريالي شوي  و چې هغوى وتښتوي.
داچي يرغلګرڅه ډول په دې بريالي شوي وو چې په جنګي وسايلو سره دڅو خنډونو او دروازې څخه تير شي؟ تراوسه پورې معلومات نه دي ترلاسه شوي.
هغه دوه تنه بنديان چې وسله والوطالبانو د هغوى د تښتولو نيت درلود؛ يو يې د وژنې په څو پيښوکې د لاس لرلو په جرم او يو بل يې په تروريستي فعاليتونوکې د لاس لرلو په جرم بنديان شوي وو.
په همدې حال کې دبدخشان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې امنيتي مامورينو ديرغلګروطالبانو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې او هم جيل ته د هغوى د ننوتو دڅرنګوالي په باره کې څيړنې او پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته