سیاست

جمهوررئیس غني په لښکرګاه کې د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ

کابل/ باختر/ د لړم دمیاشتې ۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په جریان کې پرون مازیګر د هلمند له مشرانو او متنفذینو، عالمانو، ځوانانو، ښځو ، د مدني ټولنې او بېلابېلو اقشارو له استازو سره په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د هلمند والي محمد یاسین او د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د جمهور رئیس غمشریکي او له بېلابېلو اقشارو استازو سره د هلمند اړوند مسایلو په اړه د جلا ناستو او د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو له امله مننه وکړه.
د هلمند والي په بېلابېلو برخوکې د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه جمهور رئيس ته معلومات ورکړل او همدارنګه یې هلمند ولایت ته د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، د هلمند بېلابېلې ادارې په پوره همغږۍ او همکارۍ د هلمند د ولسونو لپاره د خدماتو او اسانتیاو برابرولو لپاره هلې ځلې کوي.
جمهور رئیس غني یو ځل بیا د شهید عبدالجبار قهرمان او د شهید صالح محمد اڅکزي د شهادت له امله د هلمند له ولسونو سره غمشریکي وکړه او دښمنانو ته یې په خطاب کې وویل، افغانان ترور ته نه تسملیږي، که دوی مو رانه واخیستل، زرګونه افغانان به د دوی غچ درنه واخلي. هغه زیاته کړه، د شهید قهرمان او شهید اڅکزي کورنیو ته اساسي توجه کېږي.
جمهور رئیس د هلمند د ولسونو زغم ته په اشارې وویل، دا ستر ولس د ملي یووالي نمونه ده، که د دوی پرځای تيږه هم وای نو چادولې به وای. د هلمندیانو اراده، زغم او عزم د قدر وړ دی.
هغه زیاته کړه، هلمندیانو تل د نظام ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړي.
د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، هلمند لومړی درجه ولایت دی او په واقعي توګه به د لومړۍ درجه ولایت امکانات ورکړل شي، ټولو ادارو ته مې لارښوونه ده چې د هلمند لپاره خپل تشکیلات زیات کړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ښځو په ځانګړي ډول د کونډو مېرمنو ستونزو ته اساسي پام کېږي. د دښمنانو له لورې شهیدان شوي او زیانمن شوي جوماتونه بیا رغاول کېږي. د شهیدو عالمانو او خبریالانو کورنیو ته رسیدګي کېږي.
هغه زیاته کړه، د هلمند خبریالانو د حقایقو د بیانولو په برخه کې ستونزې او خطرونه ګالي او حکومت به د خبریالانو د ملاتړ صندوق له لارې د شهیدو خبریالانو کورنیو سره همکاري وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د بُست تصدۍ ته ورکړل شوی تخصیص به اجرا شي او همدارنګه یې د هلمند له پانګه والو وغوښتل چې له دولت سره په مشارکت دغه تصدۍ په پښو ودروي.
هغه زیاته کړه، د ټاپي او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد او نورې لویې پروژې هلمندیانو ته هوساینه او خوشالي راوړي.
جمهور رئیس وویل: د جنګونو او وچکالۍ له امله د هلمند زیانمن شویو ولسونو سره به د شته امکاناتو په رڼا کې مرسته وشي. کجکي انکشاف مومي او د زمینداور کانال په جوړولو هم اساسي کار کېږي.
هغه په ټینګار سره وویل، د هلمند د خلکو بنیادي او ملي پیغامونه د افغانستان ټولو ولسونو ته ورسوئ.
هغه زیاته کړه، هلمندیان له جنګ، فساد، بې قانونۍ او زورواکۍ ستړي دي. د پوهنې، امنیت، کرنې او نورو برخو کې پراخ او ژور اصلاحات راځي. اصلاحات د ولسمشر د کورنۍ شخصي پرېکړه نه ده، دا د هلمند د ولس غوښتنه ده.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، هلمندیانو د نورو هېوادوالو په څېر په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او د ټاکنو کمېسیون دې د دوی دې پوښتنو ته چې ولې د رای ورکولو مرکزونه پر وخت خلاص نه شول او نه هم مواد پر وخت مرکزونو ته ورسېدل، باید ځواب ووایي. هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې هیڅ ډول مداخله د منلو او زغم وړ نه ده.
جمهور رئیس وویل، د هلمند ستونزې د قوې په استعمال نه، بلکې په  پوهنه، کرنه، اقتصاد او ښې حکومتولۍ حلېږي، حکومت او ولس نور د اختطاف وړ نه دی او نه یې هم چاته د اختطافولو اجازه ورکوو.
محمد اشرف غني وویل، په داسې حال کې چې ولسونه د زده کړې، روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې زیاتې ستونزې لري، خو وزارتونه لا هم خپله بودجه نشي لګولی، نو دوی دې ولسونو ته ځواب ووایي.
هغه زیاته کړه، د هلمند ښځې صدقه نه بلکې معقول کار غواړي، ځکه د دوی وړاندیز دا وو چې بُست تصدي دې فعاله شي، ترڅو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.
جمهور رئیس وویل، هلمندیان سوله غواړي، د سولې شرایط برابر شوي، داسې سوله نه غواړو چې د جنګ بل فصل پرانیزي. سوله په تدبیر او دقت کېږي. ولس په سوله اجماع لري او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه، هلمند مې په زړه کې ځای لري، د هلمند هره ستونزه خپله ستونزه ګڼم او په هر غم کې ورسره شریک یم.#
پای- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته