ورزش

د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم بيا زيمبابوې ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم په يوه ورځني پنځوس آوريزه دويمه لوبه کې بيا هم د زيمبابوې ټيم بريالى شو.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال دباختر آژانس خبريال ته وويل: لوبه لومړى د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم پيل کړه او په پنځوسو آورونوکې يې د نهو لوبغاړو په سوځيدو سره د زيمبابوې ټيم ته يې د ٢٣٨ منډو هدف وټاکه چې د زيمبابوې ټيم ونه کړاى شول ټاکلى هدف پوره کړي او ماتې يې وخوړله.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې : د هند او افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ملي ټيمونو ترمنځ څلور يوه ورځنى پنځوس آوريزى سيالۍ په هندکې له دوو ورځو راپه دې خوا پيل شوې دي چې افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم د زيمبابوې ټيم ته ماتې ورکړې وه او ټاکل شوې ده د دغو دواړو ټيمونو ترمنځ دريمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته