امنیت

څلور طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې د هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شول .
د ځانګړو عملیاتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د سمنګانو د فېروز نخچیر ولسوالۍ په قوشمل کلي کې په هوایي برید کې ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه قرارګاه، د آر.پي.جي پنځه توغندي، دوه ۸۲ ملي متري توپونه، درې لیزري وسلې او څلور کلاشینکوفونه ویجاړ شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته