ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٨ :
څرنګه  چې دهيواد دلوړو زده کړو بنسټونه  دلوړو زده  کړو دزمينو دبرابرولو په لاره کې   دعلمي او اکاډميکي  مرکزونو په توګه دي  بايد له هر راز انتخاباتي مبارز اوله سياسي مسلو څخه لري وساتل شي .
په دې وسيله دهيواد   دتحصيلي بنسټونو له ټولو رييسانو اودجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو  له نوماندانو څخه  غوښتنه کيږي  چې دهيواد   په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې  دعکسونو او تبليغاتي پاڼو له ځړولو اوله هر راز  انتخاباتي کمپاينونو څخه په کلکه ډډه وکړي او ددغو بنسټونو داکاډميکي فضا دګډوډولو سبب  نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته