امنیت

یوولس طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل / د زمري۲٩مه / باختر
د زابل د شاه جوی ولسوالۍ په حسن کارېز سیمه کې ۱۱ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نن د شاه جوی ولسوالۍ په حسن کارېز سیمه کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې وسله والو طالبانو د حسن کارېز په سیمه کې شخصي موټرونه درول او له دوی يې په زور پيسې اخيستې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې سیمې ته د  افغان ځواکونو په رسېدو سره نښته شوې چې پکې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته