کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون په کابل کې دسويډن له سفير توبياس تايبرګ سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت اوپه کابل کې دسويډن دشاهي هېواد ترمنځ د سياسي مشورو د دويم پړاو دترسره کولو په باب خبرې وکړې.
دپارلماني انتخاباتو اودجمهوري رياست د ترسره کولو او دغه راز د دوه اړخيزو اوسيمه ييزو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
پاى شکريه ذ