کابل _ باختردکب شلمه :
په قندهار ولايت دطالبانو او دسيمه ئيزو پوليسو ترمنځ دنښتې له امله پنځه تنه طالبان ووژل شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه پرون دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دسيمه ئيزو پوليسو پرپوستوبريد وکړ .
ده وويل په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو سيمه ئيز پوليس او دسيمې دوه تنه ځوانان شهيد ان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ