فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دافغان فلم رياست بيلابيلې برخې وکتلې .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٣  :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن  دافغان فلم رياست بيلابيلې
برخې وکتلې  او ددغې ادارې غوښتنې او ستونزې يې واوريدې.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير له خوا د دافغان  فلم رياست دبيلابيلو څانګو دکتنې په بهيرکې ددغې  ادارې دمسوولينو له خوا په هره برخه کې معلومات وړاندې کيدل.
دغه راز دافغان فلم رئيس ابراهيم عارفي کيهان  له  ١٣٩١ کال څخه تر اوسه پورې   ددغې ادارې د ودانۍ  دترميمولو او ددفترونو دسمبالولو  ، دافغان فلم دآرشيف دفلمونو ديوې برخې دبرابرولو او تنظيم   او دسينمايي ماشينونو او وسايلو دترميمولو اوپاکولو په اړوند ددغې ادارې  دکړو وړو رپوټ وړاندې کړ.
دافغان فلم رئيس وويل  چې  دافغان فلم په آرشيف  کې شاه امان الله غازي  له دوران څخه دپروفيسربرهان الدين رباني تر دوران پورې  مستند، هنري ، اخباري ، توليدي  او توريدي فلمونه موجود و  او ددغو فلمونوله جملې څخه په سلوکې  پنځه پنځوس يې په ديتابيس کې شامل شوي دي اوپه نورو فلمونو کار دوام لري
ده دغه راز ددغې ادارې يو لړ ستونزې  طرحه کړې  اوپه باالمقطع ډول د لابراتوار او آرشيف په برخه کې  دافغان فلم رياست   ددوو تنو فني کارکوونکو  په ټاکنه ، د داستاني اومستندوفلمونو دبودجې  په برابرولو ، په المونيمي تختو سره  دافغان فلم دودانۍ  دبهرنۍ بڼې په ترميمولو  او ددغې ادارې   دترانسپورتي وسايطو  په ترميمولو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
ددغې کتنې په بهيرکې  دجشنونو اته دقيقه يي مستندفلم او د محمدظاهرشاه  اود محمدداودخان د دورو نندارتونونه وښودل شول.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير  عبدالباري جهاني دافغان فلم آرشيف دهېواد يوه مهمه اوفرهنګي شتمني وبلله او  دهغه  ساتنه  او پاملرنه يې يو ضروري کار وباله .
دغه راز ژمنه يې وکړه  چې دامکان تر پولې  پورې به  ددغې  اداې دستونزو او غوښتنو ته لازمه پاملرنه وشي.        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته