امنیت

په افغانستان کې دطالبانواوحقاني شبکې دپنځوتنوسيمه ييزوقوماندانانو نيول.

٤-کابل باختردزمري دمياشتي ١٢ :
په افغانستان کې دطالبانو دډلې اودحقاني شبکې پنځ تنه سيمه ييزقوماندانان ونيول شول 
دغه قوماندانان چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي دزابل ولايت دترنک اوجلدک ، دبلخ دچمتال ، دقندهار ولايت دژيړي ،  دلوګرمحمداغي اودخوست دصبريو دولسواليو له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وويل: دغو قوماندانانوپه دغو سيمو کې دځينوجګړه مارانو رهبري په غاړه درلوده.
ويل کيږي ځينې دغه قوماندانان کله چې دافغان اوناټو پرځواکونو دترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ددوى  له پټنځاى څخه نيول شوي دي .
دناټودخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې، ددغو قوماندانانو دنيول کيدو په وخت کې نښته هم شوې ده چې له امله يې دطالبان اودحقاني شبکې څوتنه  جګړه ماران وژل شوي اوهم نيول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې په لسګونو ميله سپکې اودرندي وسلې اويوه اندازه چاوديدونکي توکي هم دافغان اوناټو ځواکونولاسته ورغلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته