اقتصاد

تبصره

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
سره له دې چې دولتي مسوولين په نږدې راتلوونکې کې د ګازو د بيې د ټيټوالي ډاډ ورکوي؛ خو خلک له دې پلوه ژوره انديښنه لري .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
له څو کلونو راپديخوا کله چې د مني فصل د دوبي د فصل ځاى نيسي؛ د ښارونو په بازارونوکې د ګازو بيې لوړوالى مومي. 
ځينې کارپوهان دغه موضوع په واردونکو د نظارتي بنسټونو نشتوالي ته نسبت  ورکوي او ځينې هم د وړاندې کولو او غوښتنې موضوع طرحه کوي .
خو خلک د دغې قضيې د ملامت او سلامت په فکرکې نه دي او طرحه کوي؛ دا خلک دي چې باج ورکوي او په ثابت عايد سره کال په کال په همدې فصل کې په لوړه بيه  ګاز پيري .
په دې کې د ترديد ځاى نشته چې ګاز د کورنۍ د اړتيا وړ په يوې لومړۍ لګښتي مادې بدله شوې ده او هېوادوال هم په دوبي او هم په ژمي کې له ګازو څخه استفاده کوي .
دلته هم اټکلونه شتون نه لري چې د ګازو واردونکي شرکت له صادروونکو هېوادونو سره اوږدمهال قراردادونه لاسليک کوي او په دغو قراردادونوکې د وارداتو وړ ګازو اندازه مشخصه ده. له دې امله سخته ده چې په دې موضوع کې د وړاندې کولو او غوښتنې په باب تمرکز وکړي او په ځينو ناخوالو برغولى کيږدي.
زياتره هېوادوال ادعاکوي؛ مسوولين په دې پوهيږي چې دمني په فصل کې د ګازو لګښت زياتيږي. که چيرې واردونکي او مسوول بنسټونه دغه موضوع د قراردادونوپه لاسليک کولوکې په پام کې ونه نيسي؛ د ملامتى پړى د دوى په غاړه دى.
د دې ترڅنګ، که چيرې دغه موضوع يوازې د روان کال په مني کې رامنځته کيدې؛ د پوښتنې وړنه ده، خو هېوادوال وايي چې دا څو يم کال دى چې د کال په همدې فصل کې د ګازو بيه ډيره لوړيږي.
د دوى په باور: تر هغه وخته پورې چې قراردادونه نوي نه شي؛ په لويو نړيوالو بازارونوکې د ګازو بيه لوړه نه شي، څه ډول ومني چې څو ورځې مخکې يوه کيلو اوبلن ګاز چې اته څلويښت او پنځوس افغانۍ وړاندې کيدل؛ په ناڅاپي ډول له اويا څخه تر اتيا افغانيو پورې وړاندې شي؟
په هرصورت د دغې ترخې تجربې تکرار، د چارو له مسوولينو  څخه غواړي چې واردونکي د ډاډ وړ زيرمو په جوړولومکلف کړي او په دې ډول دى دولت هم د خلکو د سوکالۍ په خاطر دغه شان زيرمې ولري .
دغه  زيرمې کولاى شي په خاصو شرايطوکې چې د وارداتو حجم کمښت مومي؛ له خلکو سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته