اقتصاد

جاپان د حيواني ناروغيو د درملنې په برخه کې له افغان مالدارانو سره مرسته کوي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
د جاپان دولت د ملګرو ملتو د سازمان د کرنې او خوراکي توکو او د افغانستان د دولت د همکارۍ د تخنيکي مرستوله لارې دمالدارۍ دپراختيا دپروژې دمالدارانو د ژوندانه د پياوړتيا او ملاتړ په مقصد د طبق، طاعون او د نورو ناروغيو د کنترول له لارې خپله مرسته اعلام کړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: ددغې پروژې سند د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست محمد آصف رحيمي په کابل کې د جاپان د سفارت له شارژدافير سوناري مارينو او د ملګرو ملتو د خوراکي موادو او کرنې د سازمان له استازي توميو شيچيري سره لاسليک کړ.
دغه پروژه به چې لګښت يې نوولس اعشاريه دوه مليونه ډالره اټکل شوى دى؛ په راتلوونکو دريو کلونوکې دجاپان د دولت له خوا په افغانستان کې تطبيقه شي چې د وزو او پسونو د طبق او طاعون په شان د پيژندل شويو ناروغيو او د نورو حيواني ناروغيو پرخلاف د واکسيناسيون او درملنې ټيم به پکې شامل وي.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست محمد آصف رحيمي د دغې پروژې د سند له لاسليک کولو وروسته وويل چې د جاپان هيواد د کوچيانوپه ګډون له زيانمنوونکو مالدارانو سره د ملاتړ په خاطر چې عمده توګه خوراکي مصوونيت يې په مالدارۍ تکيه لري؛ د ستاينې وړ دى او دغه پروژه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له ستراتيژۍ سره سم له حيواني ناروغيو سره د مبارزې په مقصد په افغانستان کې د ملګرو ملتو دکرنې او خوراکي موادو دسازمان دپروګرام په چوکاټ کې تطبيقيږي.
دغه راز د جاپان د سفارت شارژدافيرهم خبرې وکړې او ويې ويل چې په افغانستان کې د مالدارۍ په برخه کې مرسته د دغه هيواد دبياجوړولو او پراختيا يوه مهمه برخه ده او د کرنې او مالدارۍ د برخې کارکوونکو ته د روزنيزو ورکشاپونو جوړول هم په دې پروژه کې شامل دي .
وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتو دکرنې او خوراکي موادو د سازمان استازي وويل: موږ په افغانستان کې له بزګرانو او مالدارانو سره د هميشنى ملاتړ په خاطر له جاپان څخه مننه کوو .
په افغانستان کې د ناروغيو د مخنيوي او د هغو د منفي اغيزو د کمښت لپاره د ظرفيت پياوړتيا د دغه سازمان يو مهم هدف او لومړيتوب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته